له چين سره ستراتيژيک تړون په اقتصادي لحاظ مهم دی
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

افغانستان په نړۍ کې اووم لوی هېواد دی چې په وچه کې پروت او سمندر ته هیځ لار نه لري له ۶ هېوادونو سره مشترکی پولې لري، چې له ايران او پاکستان پرته يې له خپلو شمالي ګاونډيانو او چين سره تر دې مهاله د پولو پر سر سترې لانجې نه دي پېښې شوې ،افغانستان د خپلو ۶ ګاونډيانو ترمنځ تر ټولو کمه پوله له چين سره لري چی د افغانستان د بدخشان ولايت واخان ولسوالي د چين له شينجياګ سره نښتې ده ،دغه سيمه د واخان په دهلېز هم مشهوره ده، چې شاوخوا ۱۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري، او يو داسې سياسي جوړښت بلل کېږي، چې په  ۱۹ مه پیړی کی دستری لوبی برخه ؤ په ۱۸۷۳ کال کې د بريتانيا او روسيې او په ۱۸۹۳ کال کې بيا د بريتانيا او افغانستان ترمنځ تړونونه لاسليک شول چې ورسره پنج او پامير سيندونه د افغانستان او روسيې ترمنځ او د ډېورېنډ کرښه د بريتانوي هند او افغانستان ترمنځ پولې وټاکل شوې دغه تنګه مځکنۍ تړانګه د دواړو امپراتوريو ترمنځ د سپر په توګه وه، چې په شلمه پېړۍ کې بيا د واخان دهلېږ په نامه مشهوره شوه چين له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته چې له کورنۍ جګړې هم تازه وتلی و، په تدريجي ډول يې خپل ځواک راټولاوه، نو ځکه يې د خپلو پولو ټاکلو ته هم مخه کړه دافغانستان او چین تر منځ دپولو ټاکنو تړون دشلمی پیړی په ۶مه لسیزه کی لاسلیک شو  دا مهال په نړيواله کچه داسې انګېرنه ده، چې په وچه کې پروت افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره د اړيکيو په تنظيمونې کی د ګډو ګټو په موخه په سيمه کې د ټولو هېوادونو ترمنځ د نړی پول جوړېدیشي..

تردې اوسه پوری افغانستان له هند، فرانسې، ایتالیا، بریتانیا، استرالیا، امریکا او جرمني سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو، اقتصادي او سیاسي اړیکو تړونونه لاسلیک کړي دي دافغانستان داسلامی جمهوریت دنورو لاس راوړنو تر ځنګ تر ټولو مهم کار چې په تېرو لسو کلونو کې يې ترسره کړ، هغه د همدغو سیاسی او اقتصادی تړونونو لاسليک او له نړيوالو سره ستراتيژيکه ملګرتيا ده چی دنړی دځینو هیوادنو سره امضا شوی دی او ځینو سره بحث جریان لرې.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا له چین سره د ستراتیژیکو اړیکو طرحه ترتیب شوې او ټاکل شوې ده چې د شنګهایي په راتلونکې غونډه کې په دې اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې ورباندی وشي کوم چی ټاکل شوې د شانګهای سرمشریزه غونډه د روان کال د جون په میاشت کې په چین کې جوړه شي او د افغانستان اسلامی حمهوریت هیله مند دې، چې په دې کنفرانس کې به د ناظر په توګه برخه واخلي، چین په نړۍ کې اتم، خو په سیمه کې له هند وروسته دویم هېواد دي چې ټاکل شوې، افغانستان ورسره د ستراتيژيکو اړیکو تړون لاسلیک کړي یو شمېر افغان کتونکي چین د نړۍ یو اقتصادي ځواک بولي او وایي، چې له دې هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو ټینګول به د اقتصاد او سیاست له پلوه د افغانستان په ګټه وي  همدارنګه چین د یو پیاوړي نړېوال هېواد او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه کولای شي له افغانستان سره په هره برخه کې مرسته وکړي او له بل پلوه  چین زموږ له ګاونډي هېواد پاکستان سره ډیرې نږدې او ټینګې اړیکې درلودلي دی او چین تل افغانستان ته په ډیر احتیاط په دوهمه درجه پام کړی دی خو که چیری افغانستان ورسره ستراتيژیکې اړیکې ولری نو په دغو حالاتو کی اود دغه سترا تیژیکو اړیکو په نتجه کی هغه اړیکی چې  چین یی له پاکستان سره لري د امکان تر حده ضعیفه کیږي او دافغانستان لپاره په ګټه تمامیږې او له داسې یو پرمختللي اقتصادي هېواد سره د ستراتيژیک تړون لاسلیک کول به د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي اړیکې نورې هم ښې کړي..

افغانستان لومړنى ځل ستراتيژيک تړون له هند سره لاسليک کړ، چې په سيمه کې په سياسي، نظامي او اقتصادي لحاظ ستر ځواک ګڼل کيږي اوله هغه وروسته  دنړی دځینو یو شمېر سترو اروپايي هېوادونو او امريکا سره لاسليک کړل ، که د نړۍ د يوازيني ستر اقتصادي، سياسي او نظامي ځواک امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کيږي، که دا اړيکې هر څومره قومي او ژورې هم وي، خو که په نړۍ او سيمه کې له نورو پياوړو او اغيزناکو هېوادونو سره اړيکې ښې او ژورې نه وي، نو يوازې له يوه ځواک سره دا ډول اړيکې ستونزې زيږونکې دي، په کار ده چې د چين په ګاونډ کې پروت افغانستان له دغه هېواد سره هم ژورې او دوستانه اړيکې ولري، چې دا چاره د افغانستان له کورني ثبات او نړيوال دريځ سره مرسته کوي. ددې ترڅنګ د افغانستان لومړنى تړون له هند سره و، چې د چين رقيب ګڼل کيږي او له دې هېواد سره ګڼې ستونزې لري. نو په اړيکو کې د توازن ساتلو له اړخه له چين سره ستراتيژيک تړون هم سيمه ييز او هم نړيوال ارزښت لري.دغه راز د افغانستان د ستونزې لويه برخه ايران او پاکستان دي چې له پاکستان سره د چين اړيکې خورا ټينګي دي او چين په افغانستان کې د ثبات لپاره پر پاکستان کارنده فشار راوړلى شي. ددې ترڅنګ چين په ځينو دريځونو کې په يو ډول د ايران ملاتړ کوي، نو پر ايران هم داسې فشار راوړلى شي چې په افغانستان کې د ستونزې د جوړولو پر ځاى د ستونزو له حل سره مرسته وکړي

له چین سره اړیکې به له افغانستان سره د اقتصادي حالت د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړی دا ځکه چی  دچین هیواد دافغانستان په هکله سیاسی لید لوری نه لری بلکی اقتصادی لید لوری لرې ،دا تړون کولای شي د افغانستان او چین ترمنځ د مواصلاتي لارو د پرانیستلو او له چین نه افغانستان ته د ترانزیت د لیږدولو او له افغانستان نه چین ته د خامو موادو د لیږدولو په برخه کې مرسته وکړي ، دبله لوری دا چې مونږ وغواړو که ونه غواړو نو اوس چین د افغانستان د کانونو، او د نفتي توکو د استخراج په برخه کې د افغانستان یو ډیر لوی اقتصادي شریک ګڼل شوی دی، دغه هیواد د افغانستان په کانو کې لا د مخه پراخه پانګونه کړې ده د لوګر د میس عینک کان او د امو سیند په حوزه کې د تیلو د ایستلو قرارداد هغه دوه سترې پروژې دي، چې چین یی اوس مهال په افغانستان کې پرمخ وړي

له چين سره ستراتيژيک تړون تر ټولو زيات له اقتصادي لحاظ مهم دى. په افغانستان کې د چيني سوداګرو شخصي پانګونه او دغه راز د کانونو په برخه کې د چين پانګونه نه يوازې دا چې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کوي، بلکې د سيمه ييزې همکارۍ په رامنځ ته کولو کې هم دا اړيکې غوره رول لوبولى شي. له بله اړخه په اقتصادي برخه کې له چين څخه لوديځ ته د افغانستان له لارې د ورېښمو د لارې بېرته را ژوندي کول د چين يوه هيله ده، چې که دا کار وشي دا به د افغانستان د اقتصاد د بيا را ژوندي کولو په معنا هم وي په ټوله کې له چين سره ستراتيژيک تړون خورا مهم دى او افغان چارواکي بايد په دې تړون کې هغه څه ځاى کړي چې له اقتصادي، سياسي او نظامي اړخه په افغانستان کې د حالاتو له سمون سره مرسته کولى شي.

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دافغانستان اوپاکستان لپاره دروسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره تیره اوونی کی وکتل په دې کتنه کي دسيمې دامنيتي حالت  ،دچين په ولسي جمهوريت دشانګهاي دسازمان دغړو دنږدي راتلوونکي غونډې  له روسيې سره  داقتصادي همکاريو دپراختيا په باب خبرې شوې دې دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس په دې کتنه کې وويل دستراتيژيکي همکاريو هغه موافقه  ليکونه چې په دې وروستيو وختو کې افغانستان له څو هيوادونوسره لاسليک کړل له روسيې سره دښو اودوستانه اړيکو دلرلو په معنا دی افغانستان له روسيې سره داقتصادي اړيکو دټينګښت غوښتوونکي او په افغانستان کې داسي پروژي شته چې  دروسيې  دځانګړي پاملرني اومرستي غوښتنه کوي په عین نا سته کی دافغانستان اوپاکستان لپاره دروسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دافغانستان اودروسيې اړيکي مهمي وبللي اوويي ويل چې روسيه چمتو ده  دکور جوړولو ، انرژي  اودهغو پروژو په برخو کې  له افغانستان سره همکاري وکړې  چې دروسيې د ماهرانو همکاريو ته ضرورت احساس وی په عین حال کی د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف، له بهرنیو هیوادونو سره د تړونونو او موافقو لاسلیکول د افغانستان د دولت حق بولی، خو په دی شرط  چې دا کار د شاوخوا او ګاونډیو هیوادونو له ګټو سره په ټکر کې نه دی ضمیر کابلوف همداراز ویلی دی:دا د روسیې اصولي دریځ دی چې د هغه له مخې د کابل او واشنګټن ترمنځ دستراتیژیکو همکاریو تړون باید د نورو یا دریمګړو هیوادونو ګټې له خطر سره مخامخ نه کړي،ده ویلی دی چی،روسیه حاضردمه د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکېدو له لوري چې پر اساس یې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور دوام کوي کوم ګواښ نه ویني موږ غواړو، په دې باوري شو چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون په اصل کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په باب د امریکا د اوږدمهالو مرستو ژمنې لری کابلوف داهم ویلی دی  که د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې د موادو پراساس د افغانانو دا ډول ملاتړ عملي شي، موږ یې په ښکاره هرکلی کوو او هغه د ځان لپاره ګواښ نه ګڼو.پای


June 4th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها